ولې افغانان اروپا خوښوي او ولې اروپا افغانان بېرته ستنوي؟
د افغانانو او اروپا ترمنځ اړیکې یوه پیچلې او دوه اړخیزه کیسه ده. له یوې خوا، زرګونه افغانان اروپا ته د ښه ژوند، امنیت او فرصتونو په لټه کې ځي، او له بلې خوا، اروپايي هېوادونه په زیاتېدونکي توګه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوي. افغانان اروپا خوښوي، خو اروپا افغانان بېرته ستنوي؛ دا هغه حقیقت دی چې د دواړو خواوو ترمنځ یې ژور تضاد راڅرګند کړی دی. ولې افغانان اروپا خوښوي؟ د افغانانو لپاره اروپا د خوبونو هېواد دی. په دې لویې وچې کې دوی د امنیت، تعلیم، روغتیا او کار زمینه ویني چې د خپل هېواد په ګډوډ وضعیت کې ورته نه ده برابره. ډېری افغانان له جګړې، بېوزلۍ او ناامنۍ تښتي او د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره اروپا ته پناه وړي. په حقیقت کې، اروپا د افغان کډوالو لپاره یوازې یو جغرافیايي ځای نه دی، بلکې د هغوی د هیلو او ارمانونو سمبول دی. دوی هلته د هغه ژوند تمه لري چې په افغانستان کې ورته ناشونی دی. ولې اروپا افغانان بېرته ستنوي؟ په دې وروستیو کلونو کې، اروپايي هېوادونه د کډوالۍ په برخه کې سخت دریځ غوره کړی دی. د آلمان، بریتانیا، او نورو اروپايي هېوادونو حکومتونو د غیرقانوني کډوالو د ...